اقتصاد

صنعتي پارکونو ته داسانتياو دبرابرولو کميسيون غونډه وکړه .

کابلباختر د غبرګولې١١ مه د وزیرانو شورا د پریکړې پر بنسټ د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ صنعتي پارکونو ته د آسانتیاوو د برابرولو د څرنګوالي کمیسیون غونډه و کړه باختراژانس ته په رارسيدلي خبرکې ويل شوي دي . په دې غونډه کې د اقتصاد،او دانرژې او اوبو اوبرښنا وزیرانو سربېره په تخنیکي او ساختماني چارو کې دجمهور رييس سلاکار د مالیې، ښځو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د سيمه ئيزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، برښنا شرکت، د سوداګرى صنایعواوکانونواو د ښځو د سوداګرۍ خونو استازو برخه اخیستې وه. په پېل کې په تخنیکې او ساختماني چارو کې د جمهور رييس ستر سلاکار محمد یوسف پشتون وویل: په ډېری ځایونو کې د صنعتي پارکونو ځمکې غصب شوي، زېربینا نه لري، د ورکړې او برښنا په برخه کې ستونزې لري او یادو ستونزو د پانګې اچونې په برخه کې خنډ را منځ ته کړی دی. د اقتصاد وزیر محمد مصطفی مستور وویل: موږ ډیرو وارداتو ته اړتیا لرو او دا ډیر لوی فرصت دی چې صنعتکارانو ته آسانتیاوې برابرې کړو تر څو دهېواد په دننه کې پانګه اچونه وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس علي آقا مرتضوي وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو مسؤله اداره ده او د ښو خدماتواو د پارکونو د ويش په اړه یوې کړنلارې کارکوي چې له مخې به یې په نږدې راتلونکې کې به ډېری ستونزې حل کړي. د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال صنعتي پارکونه د یوه هېواد له مهمو اقتصادي بنسټونو څخه وبلل او ویې ویل چې د یادو پارکونو په جوړولو کې لازم اقدامات تر سره او د ستونزو په لهمنځه وړلو لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې چټک ګامونه او چت شي. د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د ستونزو د ژر حل او پانګه والو ته د اړینو او پر وخت آسانتیاوو برابرولو په موخه یاد کمیسیون ته دنده وسپارله چې د اقتصاد د وزیر په مشرې فني او تخنیکي غونډه تر سره او د لازمو اقداماتو لپاره یې د وزیرانو شورا ته واستوي.پاى- فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته