امنیت

دبغلان دپوليسو قوماندان : په راتلوونکي کال کې به په بغلان کې دکوکنارو کرکيله صفر ته ورسيږي .

کابل باختر د زمري  لسمه :
دبغلان دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکوپرخلاف  دمبارزې  پوليسو په روان کال کې ديرش تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په اړوند نيولي دي .
دبغلان امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع ديوې مصاحبې په لړ کې دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې مديريت پوليسو  ديرش تنه قاچاق وړونکي يې له  ٢٤ کيلوګرامه  هيروئينو ،  ٩٥٠ ګرامو شيشې ، څه دپاسه  نهه کيلوګرامه مورفينو ،   ١٨٦ کيلو ګرامو چرسو ، څوارلس زره کيلوګرامو بنګ دانې او دولسو موټرونو سره  نيولي دي .
دبغلان امنيه قوماندان په هېوادکې اوسنۍ جګړه يې له نشه يي توکو سره اړوند وبلل او ويې ويل  چې تروريستان دکوکنارو دکرکيلې  او دنشه يي توکو دقاچاقو  له لارې تمويل کېږي .
ده وويل:  موږ هم  په راتلوونکي  کال کې داړوندو  بنسټونو په همغږى  سره دبغلان په کچه  دکوکنارو کرکيله  صفر ته ورسوو .
ده کروندګرو ته  دمرستود دوام او دمعيشت په بديل  ټينګار وکړ .
دبغلان  امنيه قوماندان قاچاق وړونکو او دنشه يي توکو توليد کوونکو ته خبر دارى ورکړ چې دنشه يي توکو له توليد او ترافيکو څخه لاس واخلي که نه نوځاى به يې  جيل  وي .
   داپه داسې حال کې ده چې ويل کېږي  په روان کال کې د بغلان دده صلاح ، پل حصار ، بنو ، برکې او جلګې په ولسواليو  کې دکوکنارو کرکيله شوى دى .
  ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته