بغداد نړيوالې خبري منابع- – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو پرون د صلاح الدين دټلويزيوني شبکې پنځه
تنه خبريالان دعراق په تکريت ښار کې ووژل .
دنړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې : يرغلګر د ټلويزيون د ودانۍ په دروازه کې
له چاودنې وروسته دغې ودانۍ ته ننوتل او څو تنو يرغلګرو خپل چاوديدونکي توکي وچول.
دغه راز د عراق د دفاع وزارت مقامات وايي چې په الانبار ولايت کې په القاعده پورې د اړوندو ډلو پرخلاف عملياتو کې د هغوي دوه روزنيز کمپونه ويجاړ کړي دي .
پرون هم په عراق کې دتروريستي بريدونوله امله څه ناڅه شپږويشت تنه ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ