سیاست

د مشرانو جرګې رئيس د خوست ولايت د والي حکم خان حبيبي کاري رپوټ واورید

کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د خوست ولايت د والي حکم خان حبيبي کاري رپوټ واورید.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د خوست والي په داسې حال کې چې د مشرانوجرګې د رییس له ملي دریځ او د دې جرګې له غورو پریکړوڅخه یې قدرداني وکړه، وویل چی د خلکو او امنیتی ځواکونو ترمنځ د ټینګې همکارۍ او ملاتړ په نتیجه کې د هیواد دښمنانو او تروریستانو ته مرګانۍ ماتې ورپه برخه شوې او په دې ولایت کې د ډاډ من امنیت له امله د پانګونې لپاره ښه او اړین شرایط برابر دي، خو دخوست ولایت د استراتيژيک موقعيت او له پا کستان سره د اوږدې پولې په لرلو سره، اړتیا ده چې د دې ولایت د سرحدي پوليسو تشکيل زيات شي.
د مشرانو جرګې رئيس په خپلو خبروکې دخوست ولايت د خلکو په یووالي او هیواد پالنې باندې د رڼا اچولوپه ترڅ کې وویل،چی د دې ولایت د مدبرو قومي مشرانو او زړورو امنیتی منسوبینو د هلوځلوله امله خلک خپل ډاډمن ژوند پرمخ وړي او ژمنه يې وکړه چې وړاندیز به یې، له اړونده مسئولانو سره شريک کړي.
په دې کتنه کې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوى رئيس سيد حفيظ الله هاشمي هم حاضرو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته