امنیت

دافغانستان پوليسو ته داعانې دصندوق صلاحيت دکورنيو چارو وزارت ته سپارل کيږي .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
دکورنيو چارو وزير وايي  دافغان پوليسو داعانې دصندوق  دپروژې  سند يا لتفا دجمهور رييس منظوري   ته چمتو دى .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې دکورنيو چارووزير نور الحق علومي نن په يوه غونډه کې وويل له شپږو مياشتو خبرو او سلامشورو او دافغان پوليسو داعانې دصندوق دترلاسه کولو په باب له نږدې يوې مياشتې جدي کار وروسته سند يې تدوين او دجمهور رييس منظورۍ ته چمتو دى .
ده وويل په تيرو شپږو مياشتو کې دکورنيو چارو وزارت هلې ځلې وکړې چې د ظرفيت جوړولو او د لتفا پروژې په باب دافغانستان حکومت ته دموافقه ليک دطرحې دبرابرولو دشرطونو  دتنظيم په برخو کې اوچت ګامونه واخلي .
ده وويل دغه وزارت په دې بريالى شوى دى چې دهيواد په مرکز او ولايتونوکې څه دپاسه شپيته بستونه ملکي کړي چې رييسان اومرستيالان پکې شامل دي چې دجمهور رييس له منظورۍ  وروسته عملي شوى دى .
علومي څرګنده کړه هيله ده چې ددغه سند په منظوري  سره دپوليسو دظرفيت جوړولو اوملکي کولو پروګرامونه پيل شي .
ويل کيږي چې دملګروملتو سازمان موافقه کړې ده چې دپوليسو داعانې دصندوق کنترول دافغانستان   حکومت ته وسپاري .
  دغه صندوق چې دافغانستان دقانون دنظم دصندوق په نامه بلل کيږي بهرنيو مرستندويانو درې مليارده او شپږ سوه زره ډالره پکې اچولي دي چې له هغو څخه په استفادې سره دپوليسو معاشونه اونور لګښتونه تمويل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته