
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له کمپ څخه تر ۳۰۰ زیات څاړې (هبارې) مرغان له یو کال روزنې وروسته د نسل د تکثیر لپاره په ازاده هوا کې پرېښودل شول.
دغه مرغان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن، د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني، د طبیعي میراثونو د ساتنې رئیس حامد صافي، سیمه ییزو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی وو.
د یادو الوتونکو د پرېښودلو پرمهال د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې مشر شیخ علي بن عبدالله الثاني د څاړې (هبارې) مرغانو په اړه وویل: ((دا داسې یو مرغه دی، چې شمېر یې په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې د پام وړ کم شوی، موږ د دوی د نسل د ډېروالي په پار یو فارم جوړ کړی او غواړو، چې بېرته یې په ټول افغانستان کې نسل زیات او دا تشه ډکه کړو.))
په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن د قطر هېواد د الغرافه مؤسسې د فارم جوړېدل وستایل او دا یې د الوتونکو د نسل د ودې او تکثیر په زیاتوالي کې اغیزمن ګام وباله.
نوموړي وویل، چې چاپېریال ساتنې د ملي ادارې دا دنده، څو چاپېریال خوندي وساتي او هغه ژوي او الوتونکي، چې له کمښت سره مخ دي د هغو ساتنه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د هر ډول ژوو او نادره مرغانو ښکار بند کړی دی، خو د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو ځینو وګړو ته یې د جواز او هوکړې له مخې د ښکار اجازه ورکړل شوې ده.
باید وویل شي، چې په فراه کې د څاړې (هبارې) مرغانو تکثیر د الغرافه موسسې له کړنو څخه دي، چې هر کال د دغه ولایت د چارواکو په ګډون د یادو مرغانو له ډلې څخه تر ۲۰۰ زیات مرغان په ازاده هوا کې خوشې کېږي.
لمر