کابل باختر د وږي ٢٣ مه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښار د ناحيوهغو حاجيانو ته چې شمېرې يې له ٢٦٠١ څخه تر ٢٨٥٠ پورې دى، خبر ورکول کيږي چې سبا د ١٣٩٢کال د وږي د مياشتې په ٢٤ نيټه د يک شنبې د ورځې له غرمې وروسته په دريو بجو د عيدګاه جامع جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.
د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړوندو ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دعيدګاه جومات ته د بدرګه کوونکي په نامه د اشخاصو ننوتل منع دى.