سیاست

د بهرنيو چارو وزير د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالند له نويو سفيرانو سره وکتل

کابل باختر دليندۍ شلمه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د عربي متحده اماراتو، فرانسې، مصر او هالند له نويو سفيرانو عيسى سالم محمد الظاهري، ديويد مارتينون، حني صالح مصطفى احمد او ارنسټ البرت نورمان سره د پيژندګلوۍ  کتنه وکړه .
  د بهرنيو چارو و زارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
  د دغو سفيرانو د پيژندګلوۍ دغه کتنې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ته  د دوى د باور ليکونو له وړاندې کولو مخکې ترسره شوې .
د بهرنيو چارو وزير له دغو سفيرانو سره په جلا جلا توګه وکتل او له دغو هېوادونو سره يې د افغانستان د دوه اړخيزو اړيکو په باب لنډې خبرې وکړې .
دغو سفيرانو دغه راز له خپلو هېوادونو سره د افغانستان د دوه اړخيزو اړيکو د لا زيات پياوړتيا په لاره کې د همکاريو په باب تيارى څرګند کړ .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته