سیاست

د ملي امنیت سلاکار د ترکمن قوم له مشرانو او مخورو سره وکتل

 کابل باخترد لړم دمياشتې ٣ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب تېر ماښام د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په تالار کې د ترکمن قوم له مشرانو سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد د ملي امنیت سلاکار د ترکمن قوم مشرانو ته ښه راغلاست وویل او په بېلا بېلو برخوکې یې د هغوی وړاندیزونه او مشکلات واورېدل.
د ترکمن قوم مشرانو، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته د مبارکۍ ورکولو او خپلو چارو کې د بري غوښتنې ترڅنګ، د حکومت له برنامو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته