فرهنګ

د نجونو د انځورګرۍ د آثارو نندارتون پرانستل شو

کابل باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي نن د نجونو د انځورګرۍ هغه نندارتون پرانست چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ٩٨ يمې کاليزې په درناوي جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان رياست د غلام محمد ميمنګي د روزنيز آمريت له خوا د ملي نګارستان او د اميد د سولې بڼ په همکارۍ په کابل کې جوړ شو.
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  مالي، اداري او ګرځندوى معينې د دې ترڅنګ چې د هنرمندو نجونو د هنري کار قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې د هېواد هرمندو نجونو د ستونزو او ناخوالو له شتون او محدودو امکاناتو سره بيا هلې ځلې کړې دي او د خپلو هنري ځواکمنيو ځينې برخې يې نندارې ته وړاندې کړې دي او هيله يې وکړه چې د هېواد هنرمندې نجونې وکولاى شي په راتلوونکې کې د سيمې په کچه هم نندارتونونه جوړ کړي.
دې په اوسنيو شرايطوکې د هېواد د هنر او هنرمندانو حالت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د جګړې سيورى د دې سبب شوى دى چې فرهنګ او هنر ته کمه پاملرنه وشي .
پوهنيارې مصطفوي د هېواد له هنر او هنرمندانو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې له رسنيو څخه هم وغوښتل چې په خپلو خبرونوکې دې هنرې او فرهنګي پروګرامونو ته زياته پاملرنه وکړي.
دغه راز د هنرستان رياست د غلام محمد ميمنګي د روزنيز مرکز آمر سيدمحمد صابر هاشمي خبرې وکړې او ويې ويل چې په دې نندارتون کې د علام محمد ميمنګي د روزنيز مرکز د کابو ديرشو تنو نجونو د انځورګرۍ، ګرافيک، خطاطۍ، ميناتورۍ، لاسي صنايعو  ٧٠ آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغو مراسمو په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستاين ليکونه د چارواکو له خوا مستحقو نجونو ته ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته