خبرونهامنیت

په فراه کې د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور ٧ تنه ونیول شول

کابل، د مرغومې ١٠مه، باختر
د فراه امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولايت کې یې ٧ تنه غله د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي .
د فراه د امنیې قومندانۍ د رسنیز دفتر مسوول مولوي محمد نسیم بدري له باختر آژانس سره په خبرو کې وويل، چې دغه ٧ کسان د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي، چې په ښار کې به یې د مجاهدینو په نوم غلاوې کولې او خلک به یې لوټل.
نوموړي زياته کړه، چې له نیول شويو کسانو څخه دوه میله کلاشينکوفونه هم نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د غور په پسابند ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو یو کس د قتل په تور نیولی دی.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا