فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو چارو دمعينيت خبرتيا .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
داطلاعاتو  او فرهنګ وزارت دځوانانو چارو دمعينيت خبرتيا .
هغو ټولو ځوانانو ته چې دلوړو او دنيمه لوړو خصوصي زده کړو په موسسو او دخصوصي روغتيايي علومو په انستيتونو کې دزده کړې علاقمندي ولري خبر ورکول کيږي چې دځوانانو دچارو معينت له شپږويشتو خصوصي  تحصيلي بنسټونو سره دهمکارۍ قراردادلاسليک کړى دى چې دهغه له مخې دغوبنسټونو ژمنه کړې ده چې ځوانان په تخفيف  سره  مني .
  له دې امله هغه ځوانان چې ددغه معينيت دقرارداد دلوري په تحصيلي   بنسټونوکې دزده کړې علاقمند دي کولاي شي له خپلو دوو عکسونو او دتذکرې  له کاپي سره  په پل باغ عمومي کې دشهزاده سراي په سړک کې داستيناف محکمې ته څيرمه دځوانانو دچارودمعينيت دمصوونيت  رياست ته مراجعه وکړي.
دغه راز مينه وال دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو په مقصد کولاي شي د ٠٧٧٥١٨٠٨٦٠ او ٠٧٩٢٧٦٠٠٠٥ لمبر تيلفونونوله لارې  اړيکې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته