سیاست

دبهرنيوچارو وزارت ويندوى: په اماراتوکې د افغان کارګرانود پاسپورت ستونزه حل کيږي .

کابل – باختر د وږي  دريمه
دبهرنيو چارو وزارت د هغوافغانانو د ستونزو د حل کولوپه خاطرچې له پاکستاني پاسپورتونوڅخه په استفادې سره متحده عربي اماراتو ته تللي دي؛ يوه طرحه عملي کړې ده.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې يو زيات شمېر افغانان له پاکستاني پاسپورتونوڅخه په استفادې سره دکارلپاره متحده عربي اماراتو ته تللي دي او اوس هغوى له ستونزو سره لاس اوګريوان دي .
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزارت ويندوى په دې باب وويل چې د بهرنيوچارو وزارت د هغوى د ستونزو د اوارولو لپاره يوه طرحه برابره کړې ده او هغوى په اماراتوکې د افغانستان سياسي نمايندګيو ته په مراجعې سره کولاى شي خپل پاسپورتونه بدل کړي .
ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل چې په اردن کې د افغانستان سفير خپل کار پيل کړى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته