خبرونهاقتصادټولنه

په کابل کې د نږدې ۳ میلیونه ډالرو په لګښت ۸ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د کابل ولایت په سروبي ولسوالی کې د ۲ میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ۸ ټولګټې پروژې، چې ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د روپاني بنسټ له خوا د کرنې وزارت په همکارۍ پلې شوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدراعظم عثماني وویل موږ هڅه کوو، هغه پروژې پلي کړو، چې روڼتیا ولري او خلکو ته اغېزمنې تمامې شي.

هغه زیاته کړه: « زموږ ټوله هڅه د حلال، سالم، معیاري او لوړ کیفیت لرونکي څارویو خوراکي توکو چمتو کول دي.له نېکه مرغه زموږ د بزګرانو او بڼوالو محصولات د اروپا، امریکا او اسیا قارو هېوادونو ته صادرېږي، هلې ځلې کوو، چې د سړخونو په جوړولو، د محصولاتو د معیاري کولو مرکزونو او د باکیفیته محصول په تولید سره د دغو صادراتو کچه لوړ کړو، د روپاني بنسټ له لورې د جوړو شویو پروژو ساتنه وکړئ په راتلونکي کې نورې پروژې هم درته راوړو.»

ورته مهال د روپاني بنسټ مسوول انجنیر حامد رحماني وویل، چې د دغو پروژو ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، چې له دې ډلې د اتو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د شپږو نورو پروژو کار نوی پیل شوی دی.

رحماني زیاته کړه په پلې شویو پروژو کې د فرمان بیګ سیمې د ګرګري استنادي دېوال جوړول، د فرمان بیګ د اوبو زېرمه، د تورکې د اوبو لګولو کانال او د تورکې د اوبو زېرمه، د انارو بڼ جوړول او د مومند دهي په سیمه کې د لمریز سیسټم نصبول، د نغلو او سرچینو په سیمه کې د سړوخونو جوړول او د سروبي ۴۰  کلیو اوسېدونکو لپاره شخصي بڼونه جوړول شامل دي.

هغه وویل چې د بشپړو شویو پروژو کار ۹ میاشتې وخت ونیوه او په دې موده کې د سیمې څه باندې ۲ زره اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د ۸۵۰۰ افغانیو په بدل کې یې کار کړی دی.

نوموړې زیاته کړه کومې پروژې، چې سږکال د روپاني بنسټ له خوا پلي کېږي، لګښت یې یو میلیون ډالرو ته رسېږي، چې په کې د ناګمان د اوبو زېرمه، د کب روزنې پنځه فارمونه جوړول، د نیالګیو کېنولو لپاره ۸۰۰ غوچوړې کیندل، ۸۵۸ کورني باغچې جوړول او د سروبي پر یوشمېر اوسیدونکو د لاسي کراچیو وېش شامل دي، چې کارنه یې پیل شوي دي او ورسره به زرو کسانو ته د کارزمینه برابرېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته