
کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د فراه د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ کنسک کلي کې د ۸.۸ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د چارو د پیل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئيس مفتي محمد نسيم سرهنګ د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک کلي په وروستې ښاخ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۸.۸ میلیونو افغانیو په لګښت د پاکو اوبو د یوې شبکې چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې یاده شبکه به ۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او د ۴ میاشتو لپاره به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې د یونیسف موسسې له لوري د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د څښاک اوبو شبکې رغول شوې دي.