خبرونهټولنه

په فراه کې د نیالګیو اوبونې لپاره د ۳۱۷ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سېسټم فعال شو

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر

د فراه ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د سولې له پارک څخه تر ننګاب څلور لارې پورې د بلوارونو د‌ نيالګيو د ښې اوبونې لپاره‌ یې د ۳۱۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سېسټم فعال کړی دی.

د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادريس د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ښار د اتمې ناحیې اړوند د سولې له پارک څخه د ننګاب تر څلور لارې پورې د بلوارونو د نيالګيو د ښې اوبونې لپاره یې د لمریزې برېښنا او نلونو تېرونې سېسټم د دغه ښاروالۍ له بودجې څخه د ۳۱۰ زره افغانیو په لګښت فعال کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې پام کې لري د ټولو بلوارونو د اوبونې لپاره دې ته ورته د لمریزې برېښنا سېسټمونه فعاله کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا