کابل باختر د تلي اته ويشتمه :
دڅلورمې ناحيې دملکې ثريا ليسې دراي ورکولو مرکز دانتخاباتو دکميسيون دکارکوونکو له کمښت سره مخامخ دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، دملکې ثريا په ليسه کې دراي ورکونې نهه سيمې شته چې څلور يې دنارينه و لپاره اوپنځه نور يې دښځو لپاره ځانګړي شوي دي چې په دغو سيمو کې دراي ورکونې بهير دکارکوونکو دکمښت له امله په سستي پرمخ ځي .
دښځو دبرخې مسوولې فرزانې دکارکوونکو کمښت تاييد کړه او ويې ويل دکارکوونکو دکمښت له امله دراي ورکوونکو ليکه اوږده شوې ده او دغه کار خلکو ته دستونزو سبب شوې دي .
دغه موضوع دکتوونکو او مشاهدينو له خوا هم تاييد شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ