(PS)خبرونه(PS)ورزش

په فراه کې د والیبال پيل شوې سیالۍ د اتحاد مساو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدي

کابل، د زمري ۲۲مه، باختر

د فراه د والیبال فدراسیون مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۱۰ ټیمونو تر منځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د والیبال فدراسیون مسوول فاضل فیاض د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د ۱۰ ټیمونو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې وې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ پای لوبې ته د اتحاد مساو او سالون الف لوبډلې لاره موندلې وه، مساو لوبډلې مقابلې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

هغه زیاته کړه چې له دې سیالیو څخه یې موخه له اوسني حاکم نظام څخه د لوبغاړو ملاتړ، د پشترود د والیبال منتخب ټیم لپاره د لوبغاړو ټاکل وو.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا