امنیت

دوه تنه په ننګرهار کې ټپيان شول

کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
دوه تنه ملکيان په ننګرهار کې د چاودنې له امله ټپيان شول.
دغه چاودنه نن غرمه د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ملکيانو د سپرلۍ په موټر کې وشوه .
د ننګرهارد امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکيان ټپيان شول.
د ننګرهار د روغتون ډاکترانو د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تراوسه پورې د دغې چاودنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته