خبرونهټولنه

چارواکي: د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د تېرو شپږو میاشتو حقوق یو ځای ورکول کېږي

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د تېرو شپږو میاشتو حقوق یو ځای ورکول کېږي.

د یاد وزارت چارواکو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت ورته ۱۳ نیم میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې کړې او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته به له دې وروسته د هغوی حقوق له ځنډ پرته پر ټاکلي وخت ورکول کېږي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزرات مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني وویل، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې يې د شهیدانو او معلولینو د اسنادو څیړنه پیل کړې وه، چې خیالي کسان تثبیت او حق حقدار ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال د معلولینو د اسنادو څېړنه پای ته رسېدلې او د شهیدانو د اسنادو د څېړلو لړۍ لا هم روانه ده.

حقاني زیاته کړه، چې تر دې دمه يې ټول ټال ۱۱۲ زره ۳ سوه او ۱۸ کسانو اسناد څیړلي دي.

سرچینې زیاته کړه، په څېړل شویو اسنادو کې خیالي او داسې کسان هم وو، چې دوه یا څو کارتونه يې درلودل او د نورو حق به يې هم خوړ.

مرستیال وزیر همدارنګه وویل، چې له دې وروسته به چاته د شهیدانو او معلولینو د حقوقو د خوړولو اجازه ورنکړي.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي کلیم الله افغان وویل، چې د چارو د ښه سمبالولو په موخه د دوی د وړاندیز او ریاست الوزرا په منظورۍ د وزارت په تشکیل کې بدلون راغلی او ولایتي آمریتونه يې په ریاستونو بدل شوي او د هرې ولسوالۍ لپاره يې مديریتونه هم فعال دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تر دې وړاندې یو شمېر معلولینو او د شهیدانو کورنیو شکایت درلود چې حقوق يې پر وخت نه ورکول کېږي او په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته