ټولنه

جګړه ځپلو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٧نيټه :
په جوزجان ولايت کې ٢٠٧ جګړه ځپلو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې.
د باختر آژانس دسيمه ييزخبريال دخبرله مخې: د افغان پرمختيايي موسسې په جوزجان ولايت کې د انسان دوستانه نغدي مرستو د پروژې ترعنوان لاندې په هرې کورنۍ ١٣ زره ٦٠٠ افغانۍ نغدي پيسې وويشلې.
د جوزجان ولايت د اقتصاد رئيس محمد شفيع احمدي د دغه ولايت د سيمه٩ييزو مقاماتو په استازيتوب له جګړه ځپلو کورنيو سره د مرستې په لاره کې د افغان پرمختيايي موسسې د پاملرنې اوهمکارۍ له امله مننه وکړه او د دغه شان مرستو په دوام يې ټينګار وکړ.
دغو کورنيو له حکومت څخه وغوښتل چې د دوى د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته