(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په فراه کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

کابل، د زمري ۲۱مه، باختر

د فراه ولایت د مرافعې محکمې په ریاست کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په ځانګړې لارښوونه یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد جومات د ګټې اخیستنې مراسمو کې د فراه والي ملا نور محمد روحاني، مرافعې محکمې د رئیس مولوي محمد ګل صیاد، امنیه قومندان مولوي عبدالظاهر خادم او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د مسوولینو په وینا، دغه جومات د یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت د ۱۳۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا