خبرونهاقتصاد

په فراه کې د یو کانال د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د وږي ۳۱ مه، باختر

د فراه رود سیندیزې حوزې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په غلامان کلي کې د یو کانال د رغولو چارې پیل شوې.

د فراه رود سیندیزې حوزې رییس ملا برهان الدین مینه پال باختر آژانس ته وویل چې دغه کانال د ۱۴۵ مترو په اوږد والي د ۸۰۱ زرو افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا بیا رغول کېږي.

هغه وویل چې د پروژې ټولې چارې به په ۲۵ ورځو کې بشپړې او پر مټ به یې ۶۴۵ تنو ته د کار زمینه برابره شي، او یادې پروژې سره به د اورښتونو او سېلابونو پر وړاندې د دې کلي د خلکو کرنیزې ځمکې خوندي شي.

د یادونې وړ ده، چې د فراه رود سينديزې حوزې رئیس ملا برهان الدین “مینه پال” تر څارنې لاندې، د دې ولایت د فراه رود ولسوالۍ په چکاو سیمه کې د کوږ کاریز د پاکونې او پوښلو چارې د ۸۶۴ زره ۲۴۷ افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي لګښت تر سره کيږي، چې په دې سره به د ځمکې د خړوبولو او د څښاک پاکو اوبو لاسرسي ترڅنګ د سيمې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا