(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په فراه کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور اول نمره وستایل شو

کابل، د وږي ۱۸ مه، باختر

په فراه کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور اول نمره د ستاینې په پار پرتمینه غونډه ترسره شوه.

حافظ محمود منصوري چې د هېواد په کچه يې د کانکور په ملي ازموینه کې تر ټولو لوړه نمره اخیستې د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو له خوا وستایل شو.

په دغه غونډه کې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحي سباوون، محمود منصوري ته د بریا تر څنګ وویل چې ځوانان د هېواد ستره سرمایه ده او له دوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې حافظ محمود منصوري ته یوشمېر ډالۍ هم ورکړل شوې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا