خبرونهښوونه او روزنه

په دايکنډي کې د يو ښوونځي د ودانى د جوړولوکار پيل شو

٥٩- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د دايکنډي په مرکز نيلي ښار کې د يو ښوونځي د جوړولو کار پيل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د دايکنډي په مرکز پورې اړوند د لزير په کلي کې د نجونو د يو ښوونځي ودانۍ د ١٤٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي.
په ودانى کې اته درسي او څلور اداري خونې اونور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغې ودانى د کار د پرانستلو په مراسموکې د دايکنډي والي محمد ضيا همدرد او د دغه ولايت نورومسوولينو ګډون کړې و.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته