خبرونهټولنه

په هلمند کې سلګونو کورنیو ته څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د هلمند مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په لومړي ګام کې د څښاک اوبو( ۱۵) څاګانې چې په بېلا بېلو دلایلو سره له کار څخه لوېدلې وې، ترمیم کېږي او د دغو څاګانو ترڅنګ نورې څاګانې هم جوړېږي.

د اوبو رسولو د دغو شبکو د جوړولو کار د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري ترسره کېږي چې مالي لګښت یې ( اوچا) بنسټ ورکوي.

د هلمند د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست یوه مسوول باخترآژانس ته وویل چې د اوبو رسولو د شبکو په جوړولو سره څه د پاسه (۹۰۰ ) کورنیو ته د څښاک روغتيايي اوبو ته لاس رسی مومي.

د کلي اوسېدونکي له دغه اقدام څخه خوښ دي او وايي کلونه کلونه کېږي چې د ناپاکو اوبو څخه د استفادې په دلیل ناروغان کېدل.

ټاکل شوې ده د اوبو رسولو دغه شبکې تر شپږو نورو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته