امنیت

په ننګرهار کې له سلګونوکورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٤ :
په ننګرهار ولايت کې  له سلګونو اړو کورنيو سره د نغدو پيسواوخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنۍ دکورنيو جګړو بيځايه شوي  او له پاکستان څخه  راستانه شوي مهاجرين دي.
د ننګرهار ولايت دمهاجرينو اودراستنوشويودچارو رئيس غلام حيدرفقيرزي باختر آژانس ته وويل : په دې پړاو کې د کورنيو جګړو له بيځايه شويو او له  پاکستان څخه د راستنو شويو مهاجرينوله څه ناڅه درې سوه کورنيو سره په  هرې کورنۍ دشپاړلسوزرو افغانيو  نغدوپيسو اود خوراکي توکو مرسته وشوه.
ده وويل  :موږ  هلې ځلې کوو ترڅو  اړو کورنيو او له پاکستان څخه له  راستنو شويو کورنيو سره  مرستې دوام  ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته