۱۰۰ ورځې

په پروان کې انتخابات په امن فضاکې ترسره شول

کابل باختر دوري اوولسمه :
د وسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې په پروان ولايت کې ووژل شو او يوبل قوماندان په ګډون شپږ تنه نور طالبان ټپيان شول .
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي ددغه ولايت له والي، د ملي امنيت له رييس او د پروان د انتخاباتو د ولايتي دفتر دکميسيون له استازي سره په يوه ګډه خبري غونډه کې په پروان کې د انتخاباتو دترسره کولو دنتيجو په باب وويل: وسله والوطالبانو د سياه ګرد او شينواري په ولسواليوکې له لرې واټن څخه د توغنديو په توغولو سره هلې ځلې وکړې چې په دغو ولسواليوکې د راى ورکولو د مرکزونو امنيت له ستونزو سره مخامخ کړي.
د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې: امنيتي ځواکونو دطالبانوپه پټنځايونو بريدونه وکړل چې له امله يې څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او ديوه قوماندان په ګډون شپږ تنه نورطالبان ټپيان شول.
امنيه قوماندان زياته کړه: امنيتي ځواکونو ددغه ولايت په نورو سيموکې د وسله والوطالبانو تحرکات په شاتمبولي دي اوڅو ماينونه يې شنډ کړي دي .
دغه راز په دې غونډه کې د پروان والي وويل: په دغو انتخاباتوکې د خلکو پراخ ګډون ثابته کړه چې خلکو د وسله والو مخالفينو ګواښونو ته پاملرنه ونه کړه او په پراخه توګه يې په انتخاباتوکې په ګډون سره وښودله چې نور ډار اچوونکي نه شي کولاى خلک د آزادي او امنيت د تامينولوپه لاره کې د ملاتړ لپاره له خپلې ارادې څخه واړوي .
د پروان والي په دغه ولايت کې د انتخاباتو بهير بريالى، شفاف او له سرغړونې او تقلب پرته وباله .
په دې خبري غونډه کې په پروان ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس د راى ورکولو مرکزونو ته د اساسي او غير اساسي موادو دليږدونې په خاطر ددغه دفتر د پروګرامونو په باب ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته