کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
دهيواد دتکواندو لوبغاړي په تاجکستان کې په نړيوالو لوبو کې دګډون لپاره سبا دغه هيواد ته ځي.
دتکواندو نړيوالې سيالۍ دجمعې په ورځ دتاجکستان د دوشنبې په ښارکې پيليږي .
دالمپيک دملي کميټې دتکواندو فدراسيون مسوول عبدالصبور عمري نن دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ : په دغو سياليو کې دګډون لپاره له افغانستان څخه دتنکيو ځوانانو ، ماشومانو او ځوانانو دوه ديرش تنه لوبغاړي تاجکستان ته ځي او دغه سيالۍ څلور ورځې دوام کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ