امنیت

پنځلس کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
د لغمان ولايت  دمرکز  مهترلام ښار  په مربوطاتو کې  دفولاد _ ١٨ په عملياتو کې  دوسله والو طالبانو دډلې  ددوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد نعمان عاطفي  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه عمليات  دملي اردو  او دملي امنيت  دګډو ځواکونو له خوا  دمهترلام ښار او دعلينګار ولسوالۍ په يوه برخه کې  ترسره شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې  ددوو تنو قوماندانانو په ګډون  پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  دده دڅرګندونوله مخې، ددغو عملياتو په پايله کې  دمهترلام ښار  ځينې ساحې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته