امنیت

د ملي اردو ځواکونو چاڼیز عملیات په بریا سره پر مخ روان دي یو ویشت تنه وسله وال ډار اچوونکي وو

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه : د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۳ ګډ تعرضي او چاڼیز،۹۲ځانګړي کوماندویي دندې او ۲۶ضربې یې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیموکې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۸پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په پایله کې، ۲۱تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ګډ عملیات چې د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیا، قندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول، په پایله کې د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان، د تخار ولایت د خواجه غار په ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي . همدا راز د زابل ولایت د شاه جوی په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه تپیان، د ننګرهار ولایت د ده بالا او مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د بلخ ولایت د چهار بولک په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی .# پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته