امنیت

د امنيتي حالاتو دخرابوالې په نسبت دکندز دولايتي شورا انديښنې

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دکندز دولايتي شورا رئيس  وايي  چې په کندز ښار کې اوسنى  حالت دانديښنې وړ دى.
دکندز ولايتي شورا   او مدني فعالين دکندز ښار اوسنى حالت دانديښنې وړ   بولي او وايي  چې مرکزي  حکومت دې   دوسله والو طالبانو دشړلو  او ددغه ولايت دامنيت  دتامينولو په باب  جدي او غوڅه اراده نلري.
دکندز دولايتي شورا غړي او مدني فعالين وايي چې وسله وال طالبان مرکز ته  څيرمه په کليواو  بانډو کې شتون لري او هرکله چې وغواړي  ښار تروسله وال بريد لاندې نيولى شي.
دوى  وايي ددغه ولايت  سيمه ييز مسوولين  په واک  کې دپاتې کيدو په مقصد   مرکزي  حکومت  ته دښار دحالت په باب ښه رپوټ ورکوي.
د کندز د ولايتي شورا رئيس محمديوسف ايوبي خبردارى  ورکوي   که  چېرې  دکندز ښار  امنيتي حالت   دغه شان دوام وکړي  دوسله والو طالبانو له خوا دکندز ښار   ددريم ځل لپاره د نيولو  ا مکان شته .
دى وايي : جمهور رئيس او اجرائيه رئيس بايد  دسولې ، ثبات او امنيت  دتامينولو په برخه کې  په خپلو ژمنو عمل وکړي .
دکندز دولايتي شورا غړى امرالدين ولي وايي ؛ همدا اوس  زياتره بډاى کسان   له دغه ښار څخه دخپلو کورنيو  په ايستلو  بوخت  دي  په دې خاطر چې حالات  نه دي  ښه شوي .
دوى وايي هره شيبه  کندز ښار ته    ګواښ  متوجه دى . په همدې حال کې  دکندز يو شمير مدني فعالين هم  په مرکزي  حکومت انتقاد کوي او وايي   چې  دمرکزي حکومت د نه پاملرنې له امله  دکندز ښار د دويم ځل لپاره  دطالبانو له خوا ونيول شو او دهغه قرباني  ددغه ولايت بيوزلو خلکو ورکړه.
دکندز يو مدني فعال عنايت الله خليق وايي   موږبايد دکندز له تيرو دوو فاجعو څخه  پند اخيستى وي  او بايد  يو موټي شو   راشئ  ديو بل ترڅنګ ودريږو  او دغه ځنځيرونه  ټينګ کړو  او اوس هم  ګورو  چې ددې پرځاى  چې   موږ دپيوستون لپاره کار وکړو  موږ دهغو فصلونو لپاره کار کوو  که چېري پاملرنه ونه شي او يو موټي نه شو  زه باور لرم  چې له هرو دريو مياشتو وروسته    کندز له دغه شان بحران سره مخامخ کيږي.ددوى په باور تر هغه وخته پورې چې  دطالبانو له شتون څخه ددغه ښار شاوخوا سيمې  پاکې نه شي   دغه ښار به   دطالبانو  له تحرکاتو څخه خلاص نه شي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته