امنیت

په هلمندکې د طالبانو په سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل باختر دغبرګولي  اوومه         
اته  تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې د نويو بريدونو په بهيرکې ووژل شول .
په دغوطالبانو تېره شپه کله چې په ګرشک ولسوالۍ کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس ته وويل چې  په دغو بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل او د هغوى څو مرکزونه دړې وړې شوي دي . ويل کيږي دغه بريدونه د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا ترسره شول .
ديوبل خبرله مخې: پوځيانو د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د دوو  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
له دغې ډيپو ګانوڅخه چې د لښکرګاه ښار ته څېرمه او په سنګين ولسوالۍ کې کشف شول يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې.
ديوبل خبرله مخې: پوځيانوپه هلمند ولايت کې د يولړ چاودنو لپاره د طالبانو طرحه  ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار د لښکرګاه ښار له شاوخوا سيمو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډکړل.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه ماينونه د وسله والو طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ  کړاى شوي و.
پاى ج  اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته