خبرونهټولنه

په فراه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې بهير دوام لري

 کابل، د چنګاښ ۱۵ مه، باختر

د خوست او پکتيکا ولايتونو له زلزلې ځپلو سره د فراه د سيمه ييزو مقاماتو، ملي سوداګرو او خلکو د مرستې بهير دوام لري.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي عبدالحي سباوون د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د فراه  د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر تابه د دغه ولايت  د مسوولينو په همکارۍ له دوو اوونيو را په دې خوا د مشخصو ټيمونو په همکارۍ وکولاى شول چې د پکتيکا او خوست ولايتونو له زلزله ځپلو سره د فراه ولايت له ملي سوداګرو او خلکو څخه څه نا څه۳۰ میلیونه افغانۍ او۱میلیون ۱۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې راټولې کړي.

سباوون زياته کړه، هلې ځلې کېږي چې نورې نغدي مرستې هم  را ټولې چې د پکتيکا او خوست ولايتونو زلزله ځپلو ته ولېږدول شي.

په ورته وخت کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې له  وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره په سرپل کې هم پرون د مرستو راټولولو کمپاین پيل شوی دی.

\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا