کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٨ :
د هرات ولايت د پوهنې مسوولين د ړندو په زيات ملاتړ ټينګارکوي.
دهرات ولايت د پوهنې رئيس پوهيالى عبدالرزاق احمدي د ړندو له ښوونځي څخه د کتنې په ترڅ کې د ښوونکو د صبر او حوصلې له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: ړانده ماشومان له چاپيريال او نورو سره د محدودو اړيکو په خاطر د زياتواړيکو د ټينګښت لپاره کافي انګيزه نلري او دا په خپله د دوى د ښوونکو کار سختوي.
په هرات کې د ړندو مسلکي ښوونځى د افغانستان په جنوب لويديځه حوزه کې يوازينى ښوونځى دى چې شل درسي خونې لري او ٢١ تنه ښوونکي دهغوى د لوست چارې پرمخ بيايي .
ويل کيږي په دې ليسه کې د عمومي او اسلامي تعليماتو په دوو برخوکې ١١٩ تنه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.
1 1 دقیقه لوستل