ورزش

دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام :

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٥
دکرکټ دنړيوال جام سياليو ته دافغانستان دکرکټ دملي ټيم د لارې موندلو په مناسبت دافغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رياست  دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم  پيغام :
په زياتې خوشحالۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې زموږ دهيواد دکرکټ ملي ټيم دکرکټ دشل آوره دنړيوال جام سياليو او دکرکټ پنځوس آوره سياليو ته لاره موندلې ده.
په دې وسيله دغو سياليو ته دګران هيواد افغانستان دکرکټ دملي ټيم د لارې موندلو له امله په صميمانه ډول دکرکټ  بورد او ددغه ټيم ټولو غړو او دافغانستان خلکو ته مبارکي وايم .
دلوى خداي( ج ) له دربار څخه هيله کوم چې په ټولو ساحو کې دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې زيات برياليتوبونه دافغانستان دکرکټ دملي ټيم په  برخه کې شي دکرکټ د معتبرو ټيمونو ترمنځ او په نورو ورزشي برخو کې په ورزشي ډګرونو کې تل زموږ دګران هيواد نوم په ښه توګه يادشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته