امنیت

په افغا نستان کې بريدونو په سلو کې ٤٧ زيا توالى موندلى دى.

کابل باختر د ثور لومړي :
يوې لويديځې څيړنيزې موسسې روان ميلادي کال په تيرو دريو مياشتو کې په افغانستان د وسله والو مخالفينو د بريدونو د زيا توالى خبرې کړي دي.
دباختراژانس دخبر له مخې : دسيفتى افيس څيړنيز مرکز چې د لويديځ يوتحقياتي مرکز دى د شنبې په ورځ يو رپوټ خپور کړ چې په تيرو دريو مياشتو کې دوسله والو مخالفينو بريدونه  زيات شوي دي اوددغه شان بريدونو هدف زياتره داردو اودپو ليسو ځوا کونه دي .
دغه مرکز څرګنده کړې ده چې د٢٠١٣ ميلادي کال د جنوري د مياشتې له لومړي نيټې څخه دمارچ ترمياشتې پورې وسله والو مخالفينو په افغا نستان کې دوه زره درې سوه يوديرش بريدونه ترسره کړي دي چې په سلو کې ٤٧ له هغو بريدونو څخه زيات دي چې د٢٠١٢ ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې ترسره شوي دي.
دغه موسسه چې داروپا داتحاديې اود سويس دپرا ختيا دمرکز اودناروي دبهرنيو چارو وزارت ملاتړورسره دى خبر داري ورکوي چې روان ميلادي کال به په افغانستان کې له تاوتريخوالى ډک کال وي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى دسفتي افيس دڅيړنيزې مو سسې درپوټ په اړوند وايي هغه څه چې دغې موسسې ليکلى دي موږ ته د منلو وړ نه دى . هغه ارقام چې دغې موسسې وړاندې کړي دي دقيق نه دى اوموږ په دى نه پو هيږو هغه منابع چې دسفتي افيس موسسې ورباندې برلاسي پيداکړى دى کو مې دي په اوس وخت کې موږ ددغه رپوټ په څيړنې بوخت يو خودملي دفاع  وزارت ويندوى ددغه رپوټ له ځينو برخو سره موافقه لري .
جنرال محمدظاهرعظيمي د باختراژانس خبريال ته يوازې ديوې جملې په بيا نولو اکتا وکړه (موږ منو چې دوسله والو مخالفينو بريدونو زور اخيستى دى ) ده په دې باب له زيا تو څرګندونو څخه ډډه و کړه .
يوشميرسياسي کارپوهان دسفتي افيس څرګندونې دافغانستان پرخلاف دلويديځوکړيو دروا ني جګړې دوام بولى اودا به دزمانې په تيريدو سره ثابته شي چې بريدونه به زورواخلي او که څنګه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته