نړۍ

دپاکستان دبلوچستان په ايالت کې دماين چاودنه .

-کويټه  باختر د کب شپږمه :
دپاکستان دبلوچستان ايالت  داستوګنې په يوه کور کې نن دماين دچاودنې له امله  اووه تنه ووژل شول او اوولس تنه نور ټپيان شول .
  دپاکستاني خبرځايونو دخبر له مخې ،  دغه پيښه  دکانونو او سړک جوړولو دچاودني دمخصوصو ماينونو  دچاودنې  زيږنده وه  چې له يوې اندازې  چاوديدونکو توکوسره  په يوه کارخانه کې ساتل کيدل .
  ددغې چاودنې علت په کور کې اور لګيدنه او ددغوتوکو دساتنې خونې ته  دهغه خپريدل اعلام شوي دي چې دماشومانو  دبې احتياطي  او له اور سره  دلوبې  په سبب  رامنځته شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته