ټولنه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسولین وستايل شول

کابل / د مرغومې ۴مه/ باختر
د پروان او بغلان خلکو په يوه غونډه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د فعاليتونو او کارونو قدرداني وکړه.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ د سالنګ ولسوال قاري محمد عمر سالنګي د سالنګونو لويې لارې د ترميمولو اوکريړ اچولو په برخه کې د فوايدعامې وزارت او د سالنګونو د ساتنې او څارني رياست د مسوولينو له هلوځلو مننه وکړه او ويې ويل چې له دغې لويې لارې په ترميمولو سره د مسافرانو او د سيمې د خلکو ستونزې تر يوې اندازې پورې لرې شوې دي.
هغه د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل چې د هوا تودېدو سره د دغې لويې لارې اساسي کارونه پيل کړي.
دغه راز د فوايدعامې وزارت وياند حميد الله مصباح د خلکو له ملاتړ او هرکلي مننه وکړه او په راتلونکي کال کې د سالنګونو د لويې لارې د اساسي کار د پيل خبرورکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته