فرهنګ

د ګرځندوى انستيتوت پرانستل شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن د ګرځندوى انستيتوت پرانيست.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دا په هيوادکې لومړنى انستيتوت دى چې د ګرځندوى او سياحت په بېلابېلو برخوکې د مسلکي کادرونو د روزنې او پالنې لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په اهتمام جوړ شوى دى او له څه مودې وروسته به افغانستان په دې برخه کې د زده کړې خاوندکادرونه ولري.
د دغه انستيتوت د پرانستلو په مراسموکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هيله وکړه چې دغه ګام په هيوادکې د ګرځندوى او د کارموندلو د صنعت د زياتې ودې سبب شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى معين پوهنمل نبي فراهي د باختر آژانس د خبريال ته وويل چې دغه انستيتوت د پنځه جريبه ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى او ٢٢ درسي خونې او نور تجهيزات لري.
ده د دغه مرکز د ودانۍ د جوړولو لګښت ٢٢ مليونه افغانۍ وبللې.
د ګرځندوى په انستيتوت کې سربېره پر دې چې په افغانستان کې د دغه صنعت د لا زياتې ودې او پرمختيا لپاره لازمې څيړنې کيږي؛ شاملانوته يې د ميلمه پالنې، د خدمتونو د وړاندې کولو، هوټل دارى او د نورو برخو لارې چارې چې په دې برخه کې طرحه دي؛ ور زده کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته