
کابل / د غوايي ۲۸ مه / باختر
په فراه کې د توغندي د یو ګولۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او ۲ نورټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا محمد مستغفرد باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په آب خرمایی سیمه کې یوې ګولۍ پر ماشومانو د لوبو پر مهال چاودنه کړې له امله یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.
د خبرځای د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپیان د درملنې په خاطر د هرات ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ع