امنیت

دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې وسله وال مخالفينو د سرزيان وزغمه

کابل باختر دسلواغي اتمه :
د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د ملي اردو دځواکونو له خوا نن دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او درې موټرسايکلونه يې د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلل.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ: دغه راز د ملي اردو ځواکونو ملي پوليسو او دملي امنيت له منسوبينو سره دلغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو شمير وسله والومخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته او درانده مالي تاوانونه هم ورته واوښتل .
دملي اردو د منسوبينو د امنيتي  ګزمې په بهيرکې دپرسونل ضد دوه ديرش  ماينونه، د هاوان يو ماين او دپيکا پنځه پنځوس ګولۍ د قندهار ولايت د ژيړي ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې دښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله دملي اردو يو منسوب شهيد شو او يوبل  عسکر د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورته پيښه کې شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته