کابلباختردحمل ٢٦
صلاح الدین رباني د سولې د عالي شورا د غړو له خوا د رایو په اتفاق په یوه علني غونډه کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، استاد عبدالرب رسول سیاف او د بلخ والي عطا محمد نور هم په خاصه توګه پکې ګډون کړی و، د دغې شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفترد معلوماتو له مخې
په دى غونډه کې لومړی د هېواد جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا غړو د هېواد په کچه او د سولې د ټینګښت په کمیسیون کې د افغانستان د روحاني او جهادي شخصیت پرو فیسور حضرت صبغت الله مجددي د خدمتونو قدردانې وکړه، د ده ونډه یې د جهاد له دوران څخه د هېواد په آزادۍ، وروسته بیا داسلامي حکومت په جوړولوکې او په تیره بیا په دې وروستیو کلونوکې دسولې د ټینګښت دکمیسیون د مشر په توګه د سولې په راوستلوکې ډیره زیاته ارزښتناکه وبلله.
همدا راز په دى غونډه کې حامدکرزي او د سولې د عالي شورا غړو د سولې په لاره کې د شهید استاد پروفیسور برهان الدین رباني د هڅو او شهادت یادونه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني د ټاکل کېدو له امله هغه ته مبارکي وویله او په دى مهمه دنده کې یې ورته د بریالیتوبونو هیله وکړه.
حامد کرزي د سولې د عالي شورا د رئیس په توګه د صلاح الدین رباني ټاکل کېدل په هېواد کې د ملي یو والي د لازيات ټینګښت او د افغانستان په کورنیو چاروکې د بهرنيو لاس وهنو د مخنیوي لپاره مناسب کار وباله او په دې باندې یې ټینګار وکړ چې ټول باید په یوه غږ په هېوادکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د هغه ترڅنګ ودریږي.
صلاح الدین رباني، په ده باندې د هېواد د جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا د غړو د باور له امله مننه وکړه او وې ویل: زه په دې باور یم چې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت یوازینې لاره سوله ده. موږ سولې ته د یو دیني اصل په توګه ګورو.
ده وویل: د سولې بهیر په هېواد کې هغه مهال کولای شي لاس ته راوړنه ولري چې رهبري یې په خپله د افغانانو په لاس کې وي، له هغه پرته نه شو کولای د دغه ملي او اسلامي رسالت د پرمخبیولو په لاره کې د ملت باور ترلاسه کړو.
صلاح الدین رباني وویل: (( په هېواد کې د جګړې او نا امنیو دوام په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون سبب شوی دی. د سولې د ټینګښت په لاره کې هڅه په حقیقت کې په هېوادکې د بهرنیو ځواکونو د شتون اړتیا ته دکمښت په لاره کې یو ګام دی او بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لاره خلاصوي.))
بیا، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم خبرې وکړې ا و وې ویل: (( ټول افغانان هیله لري چې په هېوادکې یې ډیر ژر سوله ټینګه شي او د سولې او امن په فضا کې ژوند وکړي او د نورو هېوادونو د خلکو په شان سوکاله او نیکمرغه ژوند ولري.))
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د خپلو خبرو په دوام وویل: (( موږ باید په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره بیا بیا د دولت مخالفینو ته لاس وغځوو. ده، وویل زه د دغه بهیر ملاتړ کوم ان که د خپل ځان په بیه مې هم تمام شي.))
جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، سوله د خدای امر او د ولس غوښتنه وبلله او وې ویل: په هېواد کې د سولې ټینګښت یو مهم کار دی او د هغه د عملي کیدو لپاره باید ټول ملا ورته وتړو.
استاد سیاف وویل: (( د سولې د عالي شورا رئیس به هغه مهال ډیر بریالی وي چې په لوی خدای باندې توکل وکړي او د خپلو همکارانو ملاتړ ترلاسه کړي.))
ورپسې، د بلخ والي عطا محمد نور خبرې وکړې اوويې، ویل: (( سوله د افغانستان د خلکو له مهمو لومړنیو اړتیاوو څخه ده، د دې هېواد خلکو له درېو لسیزو څخه په زیاته موده کې د جګړې مصیبتونه ولیدل، دا ملت تر دې زیات د نورو مصیبتونو د زغملو توان نه لري.))
عطا محمد نور زیاته کړه: (( زه د دې هېواد د یوه بچي په توګه تاسو جلالتمآب جمهوررئیس او د سولې د عالي شورا رئیس او غړو ته ډاډ درکوم چې د خپل توان په اندازه به د سولې د بهیر ملاتړ وکړم او په دې لاره کې به له هیڅ ډول هڅو او هاند څخه ډډه ونه کړم ځکه چې دا زموږ یو افغاني او اسلامي رسالت دی.