ټولنه

په بغلان کې یوشمېرپرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

کابل / د لیندی / ۱۳ / باختر
په بغلان کې په روان کال کې نږدې ۷۰ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د بغلان د اقتصاد رییس صدیق الله شینواري د دغه مطلب په بیانولوسره د باخترآژانس خبریال ته وویل: په روان کال کې د کرنې ، روغتیا ، ټولنیزې مصوونیت له دې جملې څخه په بېلا بېلو برخو کې ۹۶ ټولګټې پروژې سنجول شوې وې چې له دې جملې څخه یې ۶۹ پروژې يې بشپړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اقتصاد رییس زیاته کړه : هغه پروژې چې ترکارلاندې نه دي د بودجې د نشتوالي او د دونرونو د نه همکاریو په خاطرځندول شوې دي.
شینواري په بغلان کې د پروژو د تطبیق لپاره یو مناسب بستر ياد کړ او له ټولومرستندویوادارو او اړونده بنسټونوڅخه وغوښتل چې د خپلوهغو پرمختیايي پروژو فعالیتونه چې تراوسه په بغلان کې نه دي پیل کړې له سره پیل کړي.
شینواري د دغو پروژو رول په بغلان کې د شغلي فرصتونو ، وزګارتیا او له بلې خوا د ترقۍ، پرمختیا او د بیا رغاونې د شغلي فرصتونوپه برابرولوکې مهم او اساسي وباله او له خلکوڅخه وغوښتل چې د دغو پروژو په ساتنې او څارنه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته