
کابل، د غوايي ۶مه، باختر
ځايي چارواکو د فراه ولایت د داراباد کلي ته څېرمه په حاجي ګلو کاریز کې یوې ژورې څاه ته د لوېدلي ۴ کلن ماشوم د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې د دغه ماشوم د ژغونې په عملیاتو کې د یاد ولایت امنیه قومندان، د اطلاعاتو او کلتور، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیسانو او د عامې روغتیا ریاست مرستیال په ګډون روغتیایي، امنیتي او له هلمند ولایت څخه د ژغورنې تخنیکي ټیمونو او ګڼو ملکي کسانو ګډون کړی وو، چې له شاوخوا ۱۸ ساعته پرله پسې هڅو وروسته ژوندی را واېستل شو او د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.
د فراه ولایتي روغتون د بیړنۍ څانګې ډاکټر شیر زاد د ژغورل شوي ماشوم روغتیایې حالت د ډاډ وړ بللی دی.
یاد ماشوم د څاه په ۳۰ مترۍ کې بند پاتې و، چې د روغتیایې او تخنیکي ټیمونو له لوري په بریالیتوب سره را واېستل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې خلکو په وار وار د ژورو څاګانو له خاوندانو څخه غوښتنه کړې وه، چې د خپلو څاګانو سرونه دې پټ کړي تر څو د ورته پېښو مخنیوی وشي.
لمر