ټولنه

دکرونا ويروس دخپريدو له امله دخلکو انديښنې

کابل/ دکب٧مه / باختر :
دکرونا ويروس  يوه ډيره خطرناکه ساري ناروغي ده  چې  په دې وروستيو وختو کې هېواد ته راغلى دى .  او  د هرات دخلکو دانديښنو سبب شوى دى .
په هېواد کې دکرونا ويروس دخپريدو مخنيوي لپاره  هلې ځلې  زياتې شوې دي.  په دې برخه کې دهرات دعامې روغتيا رياست او د طبي ټولنې رول د نورو همکارو او اړوندو  بنسټونو په نسبت  زيات تر سترګو کېږي .
په سرحدي سيمو کې  د راستنېدونکو  دقيقه معاينه، د ډاکترانو بشپړ چمتووالى، د معلوماتو اوپوهاوي ورکولو دپروګرامونو ترسره کول  او پر کرونا ويروس  دمشکوکواخته کسانو قرنطين کول  هغه موارد دي  چې په دغو ورځو کې په جدي ډول په هرات کې  تعقيب کېږي .
په همدې برخه کې  عالمانو، رسنيو،  مدني بنسټونو او ملي اونړيوالو موسسو هم مټې  رانغاړلې دي.
په هرات کې  دکرونا ويروس  له خپريدو وروسته د دغه ولايت دپوهنې رياست ښوونځي، ژمني کورسونه او ټولو روزنيزوموسسو ته لارښوونه کړې ده چې ددغه ويروس  د زياتې پراختيا دمخنيوي لپاره له غونډو څخه ډډه وکړي او  خپل مرکزونه دې ترراتلونکې خبرتيا پورې  رخصت کړي .
دغه راز د هرات دعامې روغتيا رياست  خلکو ته لارښوونه کړې ده  چې له ګڼه ګوڼې ډکو سيمو ته له تګ راتګ  څخه ډډه وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته