ټولنه

د پکتیکا والي له سرحدي ځواکونو سره په کتنه کې د هغوی کړنې وستایلې

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
د پکتیکا والي له سرحدي ځواکونو سره په کتنه کې د هغوی کړنې وستایلې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل:  هغوی چې ولسونه یې په شتون کې د ارام ژوند احساس کوي،هغه چې شپه او ورځ يې په ځان يوه کړې،هغه چې د خپلې کورنۍ په پرتله ورته دنده ډېره مهمه ده،  هغه هم دغه سرحدي ځواکونه دي چې د سر په بیه په پولو کې د خپلې لوېشت لوېشت خاوري څخه دفاع کوي.
وحدت زياته کړه چې د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د پکتیکا ولایت سرحدي پولیس تر بل هرچا چمتو، هڅاند او په خپلو دندو کې بریالي دي.
دی وايي ولسونه دې په دې باوري وي چې په افغان امنیتي ځواکونو کې غښتلي، سرښندونکي ځوانان شتون لري او هيچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې د هېوادوالو ارام ژوند ګډوډ کړي.
والي له ولسي وګړو څخه هيله وکړه چې د پخوا په څېر له خپلو امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري دوامداره وساتي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته