روغتیا

په جلال آباد کې ډاکترانو یوه ښځه له مرګ څخه وژغورله

کابل / د غبرګولي ۲۳ / باختر
په ننګرهار کې ډاکترانو وکولای شول یوښځه چې میړه یې د تبر په ګوزارسره ټپې کړې وه درملنه وکړي.
۳۸ کلنه واحدې د خپل میړه له لوري سخت ټپۍ شوې وه او ډاکتران وايي کله چې دى یې د ننګرهارمرکزي روغتون ته راوړه له مرګ سره لاس او ګریوان وه .
د را رسېدولوخبرونوله مخې، د واحدې میړه دى یې د تبرپه واسطه تپۍ کړې وه هغه پېښه چې د دې سر د جمجمې د ماتېدوسبب شوې وه اوماغزه یې زیانمنه شوې وه.
د ننګرهارد مرکزي روغتون یو مسوول باخترآژانس ته وویل چې د عصاب د جراحۍ څانګې ډاکترانو د هڅو په پایله کې د دغې ښځې درملنه وکړي.
هغه وویل چې واحدې د فلج او حتی له مرګ سره مخ وه .
ډاکترانو شل شپې ورځې دغه ښځه تر درملنې لاندې ونیوله او په پای کې پرون ناوخته له روغتون څخه رخصت شوه .
د ننګرهار امنیتي ځواکونو میړه یې نیولی دی.
د دغې پېښې علت کورنۍ تاوتریخوالې بلل شوې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته