خبرونهټولنه

په فراه کې ۱۲۳ تنو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې

کابل، د مرغومې ۲۸مه، باختر

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په عیدګاه جومات کې  له ۱۳ دینې مدرسو څخه ۱۲۳ تنو ته د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې، په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د فراه د پوهنې رئيس مولوي اختر محمد زعيم وویل، چې خپل اولادونه لېسو، ديني مدرسو او پوهنتونونو ته ولېږئ، ځکه افغانستان لوستي نسل ته ډېره اړتيا لري.

هغه زیاته کړه له تیارو څخه د خلاصون یوازېنۍ لار د دیني او عصري علومو زده کړه ده او له رسنیو څخه یې وغوښتل، چې د هغو دښمنانو پر وړاندې ځواب ویونکي و اوسي، چې نړۍ ته د افغانستان اسلامي امارت نظام ناسم معرفي کوي.

د يادونې وړ ده، چې په فارغانو کې نارینه او ښځينه شامل دي.

ص

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا