امنیت

دملی پولیسود ځینو قطعواوجزوتامونو، له محاربوي احضاراتو او وړتیاوڅخه لیدنه

 کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٣ :
د کورنیو چارو وزارت معینانو او یوشمیررییسانو د ملی پولیسود ځینوقطعواوجزوتامونو ، له محاربوي احضاراتو او وړتیاوڅخه لیدنه وکړه اود نیکمرغه لوی اخترمبارکی يې  هغوي ته وويله .
په دې کتنه کې د کورنیو چارو وزارت اداری معین پاسوال اکرام الدین یاور اوملګري هيت يې  ، د امن او عامه نظم د لويې قوماندانۍ د قرارګاه  دمنسوبانو له احضاراتو څخه يې له نږدی کتنه وکړه اودوی ته یی د نیکمرغه لوی اخترمبارکی وویله.
د لیدنې پرمهال د کورنیو چارو وزارت اداری معین په هیواد کی د امن اوعامه نظم د منسوبانوله سرښندونو او قربانیو څخه ستاینه وکړه او ويې  ویل چی د ستاسو سرښندنی د کورنیو چارو وزارت مشرتابه او د افغانستان خلکولپاره
د قدر وړدی.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنی او امنیتی تصدی معین پاسوال جمال عبدالناصر صدیقی د پولیسو اکاډمی ته لاړ او د یادې  اکاډمی منسوبانوته یی د کورنیو چارو وزیرسلامونه اونیکی هیلی په وړاندی کولوسره د لوی اخترمبارکي وویله اوهغوی ته یې د ملی پولیسو د منسوبانوپه  روزلو کی د لازیاتو بریالیتوبونوهیله کړه .
په همدی توګه د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکوسره د مبارزی معین لوی پاسوال بازمحمد احمــدی د کابل ولایـت د ا منیه قوماندانۍ منسوبانوته د لوی اخترمبارکی د ویلو ترڅنګ وویل : د ډیر ویاړځای دی چی د کورنیو چارو وزارت اړوند ځواکونه په مرکزاو ولایتونوکی د خلکود امنیت خوندی کولوپه موخه پوره چمتوالی لري او۲۴ ساعته د خلکوپه چوپړکی دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د جرمونو سره د مبارزی لوی رییس لوی پاسوال محمد یونس نورزی د سرحدی پولیسود لوی قوماندانی د قرارګاه منسوبانوته يې داخترمبارکی  وويله او یادو منسوبانو د کړنود ستاینې په ترڅ کی وویل : د سرحدی پولیسو میړني اواتل منسوبان چی د هیواد د سرحدی پولو ساتنه په غاړه لري ، په یو پیاوړی ځواک بدل شوي اوکولی شي چی د هیواد له پولوڅخه ساتنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته